ترکمنستان له افغانستان سره پر پوله درنې وسلې، چورلکې او نور پوځي تجهیزات ځای پر ځای کړي دي.
د ترکمنستاني رسنیو د راپورونو له مخې په وروستیو کې په افغانستان کې روان وضعیت ترکمنستان ته اندېښې پیدا کړې دي.
ترکمن چارواکو ویلي چې دمګړی یې خپل ځواکونه پولې ته نږدې ځای پر ځای کړي دي او د درنو او سپکو وسلو د ځای پر ځای کولو لړۍ روانه ده.
سرچینه وایي په دې وسلو کې ټانکونه، چورلکې، جيټ الوتکې، تازه دمي سرتېري او دفاعي سیستم شامل دي.
ترکمنستان وایي هڅه کوي له افغانستان سره په سرحدي سیمو په تېره په هغو سیمو کې چې له افغانستان سره د تګ راتګ لاره ده هلته به لا ډېر تدابیر ولري.
تر دې وړاندې تاجکستان هم ویلي وو چې له افغانستان سره پر پوله یې امنیتي تدابیر ډېر کړي او لا ډېر سرتېري یې ځای پر ځای کړي دي.