Home » افغانستان » تخنیکي ستونزې؛ افغانستان ته د ازبکستان وارداتي برښنا ۵۰سلنه کم شوې 

تخنیکي ستونزې؛ افغانستان ته د ازبکستان وارداتي برښنا ۵۰سلنه کم شوې 

د افغانستان د برښنا شرکت اعلان کړی چې افغانستان ته د ازبکستان وارداتي برښنا د تخنیکي ستونزو له امله ۵۰ سلنه کمه شوې ده.

یاد شرکت په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې پرون دوشنې د سلواغې ۳۰مه وارداتي برښنا کمه شوې ده.

د برښنا شرکت ویلي چې له همدې امله د کابل د سب سټیشنونو سربېره د خلم او خنجانو، سمنګان، پروان، کاپیسا، پنجشیر، ننګرهار، لغمان، غزني، وردګ، لوګر، پکتیا او خوست کې د برښنا پرچاوۍ زیاتې شوې دي.

خو د برښنا شرکت نه دي ویلي چې یادې تخنیکي ستونزې به څه وخت حل شي.

د ویلو ده چې افغانستان خپل د اړتیا وړ برښنا له ګاونډي هېوادونو ایران، ازبکستان او ترکمنستان څخه ترلاسه کوي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...