Home » افغانستان » تخار کې يوې ميرمنې د جبري کوژدې له امله ځان زندۍ کړی

تخار کې يوې ميرمنې د جبري کوژدې له امله ځان زندۍ کړی

په تخار کې ځايي سرچينو رسنيو ته ويلي، په روستاق ولسوالۍ کې يوې ميرمنې هغه مهال ځان رندۍ کړی چې په جبري توګه کوژده شوې وه.

سرچينو ويلي، ياده ميرمن چې ۳۲ کاله عمر يې درلود، له خپل لومړني مېړه يې طلاق اخيستی و؛ خو څو ورځې وړاندې هغه مهال پرې د کوژدې غږ وشو، چې نوموړې هېڅ خبره نه وه.

ځايي سرچينو زياته کړې چې دا پپېښه پرون دوشنبه د (غبرګولي په ۲مه) له غرمې وروسته د روستاق ولسوالۍ په دشتک سفلي کلي کې رمنځته شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې لا هم په افغانستان کې په زور د ښځو ودول دوام لري. اسلام امارت په وروستيو مياشتو کې په زور او په بدو کې د نجونو ودول منعه اعلان کړي دي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...