د تايوان دفاع وزير “چيو کو چنګ” خبرداری ورکړی، چې که چين پر دغه هېواد بريد وکړي نو د دې کار لوړه بيه به پرې کړي.
نوموړي دا څرګندونې نن د (کب په ۱۹مه) کړي او ويلي يې دي، چې تايوان په هېڅ صورت د جګړې غوښتونکی نه دی؛ خو که چين ورته لېوال وي، نو په خبره يې پرته له شک به دغه جګړه د ټولو خواوو لپاره پر ناورين بدلېږي.
چنګ زياته کړې، وروسته له هغې چې پر تايوان د چين د احتمالي بريد بحثونه مطرح شول، نو ورسره سم يې د خپلې پوځي پياوړتيا پر لوړولړ کار پيل کړ او په خبره يې دا مهال تايواني ځواکونه له خپل هېواد څخه د دفاع کولو وړتيا لري.
د تايوان دفاع وزير دې څرګندونو ته چينايي چارواکو کوم غبرګون نه دی ښودلی. له دې وړاندې د امريکا مخکيني ولسمشر ډونالډ ټرمپ نېوکه کړې وه، چې پر اوکراين د روسيې بريد پر وړاندې د نړيوالو سوړ دريځ د دې لامل شوی، چې چيین هم پر تايوان د احتمالي بريد جرئت وکړي.