د تاجکستان چارواکي وايي، په پام کې لري چې راتلونکی کال افغانستان ته د صادراتي برېښنا کچه له اوسنۍ هغې راکمه کړي. د چارواکو په خبره د راتلونکي کال لپاره د برېښنا اټکل شوې کچه چې افغانستان ته به صادره شي، يوازې يو نيم ميليون کېلواټه ده.
د تاجکستان چارواکو زياته کړې چې د افغانستان برېښنا شرکت يې د برېښنا له درکه ۱.۱ ميليونه ډالر پوروړی دی چې تر اوسه يې د پور پيسې نه دي ورکړي.
که څه هم تر اوسه افغانستان حکومت او يا هم د افغانستان برېښنا شرکت په دې اړه څه نه دي ويلي، خو دې شرکت وړاندې ويلي و چې د برېښنا له درکه ۶۲ ميليونه ډالر د ګاونډيو هېواودونو پوروړی دی.
افغانستان تر دې مهاله د اړتيا وړ برېښنا د منځنۍ اسيا له هېوادونو لکه تاجکستان، ازبېکستان، ترکمنستان، او ايران څخه واردوي.