Home » افغانستان » بېنيټ: افغانستان کې د بشري حقونو وضعيت خرابېدو لور ته روان دی

بېنيټ: افغانستان کې د بشري حقونو وضعيت خرابېدو لور ته روان دی

د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ريچارډ بېنيټ په افغانستان کې د بشري حقونو وضعيت په اړه اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي، چې د بشري حقونو له پلوه دغلته وضعيت نور هم د خرابېدو پر لور روان دی.

نوموړي بېګاه شپه د (لړم په ۵مه) ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته د بشري حقونو اړوند هغه مواردو په اړه راپور وړاندې کړ، چې افغانستان ته يې د وروستي سفر په ترڅ کې موندلي وو.

بېنيټ په افغانستان کې د نجونو او ښځو د وضعيت ترڅنګ د لږکيو، مدني فعالاان او خبريالانو وضعيت د اندېښنې وړ وباله او زياته يې کړه چې دا ډول وضعيت د هېچا لپاره د منلو وړ نه دی.

هغه وايي، چې د بشري حقونو مخ پر خرابېدونکي وضعيت له امله افغانستان د ټولې نړۍ په کچه، د ښځو او نجونو لپاره تر ټولو بد هېواد دی. د بېنيټ د راپور له مخې، د افغان نجونو پر مخ له شپږم ټولګي د پورته ښوونځيو بندولو په اړه هېڅ ډول ديني توجه نشته او په خبره يې دا هېڅ د منلو نه ده چې له ۴سوه ورځو تر ډېرې مودې دې د دوی پر مخ ښوونځي تړل شوي وي.

ريچارډ بېنيټ د خپلو خبرو پرمهال د افغانستان سرپرست حکومت د لږکيو امنيت په خونديتوب کې پاتې وباله او زياته يې کړه، چې ياد حکومت نه دی توانېدلی څو پر لږکيو د بريدونو مخه ونيسي.

نوموړي دا هم ويلي، داسې کره اسناد او شواهد شته چې طالبانو په پنجشېر کې په ناقانونه توګه جنکي اسيران وژلي دي. خو د افغانستان سرپرست حکومت دا ډول ادعاوې رد کړي دي.

د بهرنيو چارو وزارت که څه هم په ښکاره د ريچارډ بېنيټ راپور يادونه نه ده کړې، خو ويلي يې دي چې د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو او بشري وضعيت د څار لپاره ګمارل شوو ادارو او کسانو ته د بې پرې څېړنو شرايط برابر کړي.

دې وزارت په خپله اعلاميه کې نيوکه کړې، چې له دې روحيې سره سره بيا هم ځيني کسان د واقعيت موندنې د تګ لارو خلاف د اوازو او مجازي سرچينو په استناد راپورونه جوړوي او د حاکم نظام پر ضد يې کاروي.

په اعلاميه کې ټينګار شوی چې سرپرست حکومت د شريعت او افغاني ارزښتونو په چوکاټ کې بشري حقونو ته ژمن دی.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...