د افغانستان بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ريچارډ بېنيټ وايي، چې افغانستان ته د سفر په ترڅ کې ورته خلکو له بشري حقونو د جدي سرغړونو په اړه شکايتونه کړي دي.
نوموړي زياته کړې، چې افغانستان ته د سفر پرمهال يې د ښځو او نارينهوو په ګډون د يو شمېر ولايتونو له مدني فعالانو سره هم ليدلي دي.
بېنيټ پرون يکشنبه د (لړم په اوله) په يو لړ ټوېټونو کې ويلي، چې په دې ليدنو کې خلکو ورته د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو له حقونو د سرغړونو او تاوتريخوالي ترڅنګ، د ملکي وګړو د ځپنې په اړه شکايتونه کړي دي.
نوموړي زياته کړې، چې په پنجشېر ورته خلکو د مقاومت جبهې نومې ډلې د وسلهوالو له ناوړه چلند هم شکايتونه کړي او ټينګار يې کړی، چې دغه وضعيت بايد ژر تر ژره پای ته ورسېږي او له عاملانو سره يې بايد حساب وشي.
بېڼيټ په خپلو ټوېټونو کې زياته کړې، چې افغانستان ته د خپل وروستي سفر په ترڅ کې به د خپلو موندنو په اړه ټول مالومات راتلونکې چهارشنبه د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې شريک کړي.
خو حکومت تل هغه ادعاوې رد کړي، چې ګواکې په افغانستان کې بشري حقونو نقض شوي او ترڅنګ يې د ښځو او نجونو پر وړاندې تاوتريخوالی زیات شوی دی.
چارواکو ويلي، چې د بل هر وخت په پرتله د خلکو او په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونه د شريعت په چوکاټ کې خوندي شوي دي.