Home » سیمه او نړی » بېلابېلو هېوادونو د سوډان له پلازمېنې د خپلو اتباعو ايستلو ته دوام ورکړی

بېلابېلو هېوادونو د سوډان له پلازمېنې د خپلو اتباعو ايستلو ته دوام ورکړی

په داسې حال کې چې پرون (یکشنبې) په سوډان کې جګړه په پلازمېنې خرطوم کې د ولسمشرۍ د ماڼۍ په شمول د حساسو دولتي ودانیو شاوخوا ته وغځېده، بېلابېلو هېوادونو له خرطوم څخه د خپلو اتباعو ایستلو ته دوام ورکړ.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د مهمو دولتي ودانیو د نیولو پر سر د سختې جګړې له کبله د پلازمېنې ډېر اوسېدونکي بند پاتې دي، ځکه چې هوايي ډګر نافعال شوی او په واټونو کې خطر دی.

په سوډان کې د پوځ او د (ار ایس ایف) د ملېشه ځواک ترمنځ د قدرت پر سر جنګ ۹ ورځې پخوا پیل شو.

دا دوې ډلې، چې پخوا سره متحدې وې، په ۲۰۲۱ کې یې په ګډه د کودتا له لارې واک ترلاسه کړ.

امریکا او ګڼو نورو هېوادونو له خرطوم څخه خپل ډیپلوماتان ایستلي، خو لا هم سلګونه بهرنیان او ډیپلوماتان د لارو د بندېدو له کبله بند پاتې دي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...