Home » سیمه او نړی » بیلاروس کې د جمهور رئیس په خلاف مظاهرې کړې
رویداد خبري آژانس

بیلاروس کې د جمهور رئیس په خلاف مظاهرې کړې

د بیلاروس په پایتخت منسک کې شاوخوا سلو زرو کسانو د جمهور رئیس الکزاندر لوکاشنکو په خلاف مظاهرې کړیدي.

په بیلاروس کې د اګست د میاشتې راپدیخوا چې د جمهوري ریاست انتخابات شوي، خلک د جمهور رئیس په خلاف مظاهرې کوي خو نن د یکشنبې په ورځ، سپټمبر ۱۳ (وږي۲۳) لومړی ځل و چې دومره ډیر شمیر کسان د پایتخت لارو کوڅو ته د ښاغلي لوکاشنکو په خلاف راووتل.

جمهور رئیس الکزاندر لوکاشنکو ادعا کوي چې د جمهوري ریاست انتخابات یې ګټلي دي خو مخالفین وایي چې په انتخاباتو کې ټګي برګي شویده.

خو جمهور رئیس په انتخاباتو کې ټګي نه مني او وایي چې دا مظاهرې د بهرنیو په لمسون کیږي.

لوکاشنکو ۲۶ کاله کیږي چې د بیلاروس جمهور رئیس دی. هغه خپل سیاسي مخالین یا بندیان کړي او یا یې هیواد پریښی او په نورو هیوادونو کې یې پنا اخیستې.

مسکو ویلي چې د سلواک ورورګلوۍ د ګډو نظامي تمریناتو لپاره چمتو دی چې دې هیواد ته عسکر واستوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...