امریکا په افغانستان کې خپله تر ټولو ستره نظامي اډه په دوو اونیو کې افغان ځواکونو ته سپاري.
د راپورونو له مخې له تېرې دوشنبې ورځې راهیسې افغان ځواکونه ته د بګرام هوايي اډې د سپارلو لوجستیکي چارې پيل شوې دي.
ټاکل شوې چې دغه اډه په راتلونکو دوو اونیو کې افغان پوځ ته وسپارل شي. په ملي دفاع وزارت کې هم یو شمېر سرچینو رسنیو ته تایید کړې چې افغان ځواکونو ته د بګرام هوایي اډې د سپارلو چارې روانې دي.
ویل کېږي چې امریکا به په دغه اډه کې میلیونونه قطعې نظامي تجهیزات چې میلیاردونه ډالر ارزښت لري افغان ځواکونو ته وسپاري.
همدا راز ددغې اډې د راکیټو ضد دفاعي سیستم چې تر ټولو ګرانبیه بلل کېږي هم افغان ځواکونو ته سپارل کېږي.
بګرام په سیمه کې تر ټولو ستره او مجهزه نظامي اډه بلل کېږي چې په افغانستان کې د امریکا په تېر شل کلن ماموریت کې هم دغه ځواکونو ته له ځانګړي ارزښت برخمنه وه.