Home » افغانستان » بښنې نړيوال سازمان: هېوادونه دې له ط.البانو سره په مذاکرتو کې د ښځو حقونه سره کرښه وبولي

بښنې نړيوال سازمان: هېوادونه دې له ط.البانو سره په مذاکرتو کې د ښځو حقونه سره کرښه وبولي

د بښنې نړيوال سازمان په يوه تازه اعلاميه کې چې نن سې‌شنبه د (سلواغې په ۵مه) يې خپره کړې ويلي، په داسې حال کې چې افغان ميرمنې او نجونې په تېرو کلونو کې ښوونځيو او پوهنتونو کې پر زده‌کړو، شخصي سوداګريو او په بېلابېلو سکټورونو کې پر کار بوختې وې، خو د طالبانو له لوري د واک له نيولو سره د دوی د فعاليت ساحه تنګه شوې او دامهال يوازې په محدودو سکټورونو کې پر کار بوختې دي.

دې سازمان زياته کړې، ښوونځيو ته له ۶م څخه لوړو ټولګيو ته د نجونو نه پرېښودو او دغه راز په پوهنتونو کې پر نجونو د جنسيتي محدوديتونو وضعه کولو، په يو شمېر نجونو کې د خپلو د زده‌کړو بهير د نيمګړي پاتې کېدو احتمال زيات کړی دی.

د بښنې نړيوال سازمان په اعلاميه کې ويل شوي، زده‌کړو او کار ته د نجونو او ښځو د لاسرسي محدودېدو ترڅنګ، دغه قشر د جنسيتي تاوتريخوالي له خطر، د حرکتونو، راټولېدنو، وينا ازادۍ او حتا د خپلې خوښې جامو د اغوستو په برخه کې هم له محدوديت سره مخ دی.

دې سازمان له هېوادونو غوښتي چې له طالبانو سره د مذاکراتو پرمهال د ښځو حقونو خونديتوب سره کرښه وبولي. په اعلاميه کې زياته شوې چې په افغانستان دې د ښځو حقونو خونديتوب او پر واقعيتونو د پوهېدو په موخه دې د ښځو حقونو له مدافعانو او فعالانو سره اړيکې جاري وساتل شي.

د بښنې نړيوال سازمان دغه راز له هېوادونو په افغانستان کې د ښځو حقونو د پياوړتيا پروژو د تطبيق په موخه د بوديجې د چمتوو کولو غوښتنه هم کړې.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...