په افغانستان کې د نجونو پر مخ د ښوونځيو د تړلو دوام پر وړاندې د نړيوالو غبرګونونو په دوام سره، د بښنې نړيوال سازمان يو وار بيا د سرپرست حکومت دغه کار غندلی او د نجونو پر مخ د ښوونځيو د ژر پرانيستو غوښتنه يې کړې ده.
دې سازمان په خپله انټرنېټ پاڼه کې د يوه راپور په خپرولو سره د افغان نجونو په حواله ويلي، چې د طالبانو له لوري د لوړو ټولګيو ښځينه زدهکوونکو پر مخ د ښوونځيو تړل کيدو، سخت ناهيلي کړي دي.
په راپور کې د بښنې نړيوال سازمان د سوېلي اسيا برخې مشرې يميني ميشرا له قوله ويل شوي، چې د نجونو ښوونځيو له پرانيستو د طالبانو په شا کيدل، د يادې ډلې پر راتلونکي خورا ژور اغېز کولی شي.
نوموړې زياته کړې چې طالبان دې له دې ډېر د نجونو پر مخ د ښوونځيو د بندولو لپاره پلمې نه لټوې او ژر دې د نجونو ښوونځي پرانيزي.
ميشرا له نړيوالې ټولنې هم غوښتي چې په افغانستان کې دې د نجونو زدهکړې، له دې هېواد سره د تعامل لپاره د خپلې سرې کرښې په توګه وټاکي.