د بښنې نړيوال سازمان په يوه تازه بيان کې ادعا کړې، چې په افغانستان کې د سرپرست حکومت له لوري د بشري حقونو نقض لا هم دوام لري.
دې سازمان د کابل پوهنتون له ليليې څخه د يو شمېر ښځينه محصلانو ايستلو په تړاو د رسنيو راپورونو ته په اشارې سره دا کار د ژورې اندېښنې وړ بللی او زياته کړې يې ده، چې د ښځو او نجونو پر وړاندې ورته داسې يو چاپيريال د سختې اندېښنې وړ دی کوم چې په کې د زدهکړو، سولهييزو حرکتونو او کار کولو په شمول اساسي حقونو ته د دوی لاسرسی محدود شوی وي.

د بښنې نړيوال سازمان زياته کړې، چې واک ته د طالبانو له بيا رسېدو سره د افغانستان سرپرست حکومت نجونې له شپږم ټولګي پورته ښوونځيو ته تګ منعه کړي او دغه راز يې پر نجونو او ښځو شديد بنديزونه لګولي دي.
د نوموړي سازمان له لوري په خپاره شوي بيان کې ټينګار شوی، چې نجونې هم بايد په وړيا توګه زدهکړو ته لاسرسی پيدا کړي.
د بښنې نړيوال سازمان په خبره، دې سازمان د ښځو او نجونو د حقونو د نقض هغه موارد ثبت کړي او په اړه يې غږ پورته کړی، چې د طالبانو له لوري په تېره موده کې نقض او دغه راز يې د اساسي ازاديو په برخه کې پر ښځو او نجونو وضعه کړي دي.
خو د افغانستان سرپرست حکومت تل دغه ډول ادعاوې رد کړي او ويلي يې دي، چې دامهال په افغانستان کې د بل هر وخت په پرتله بشري حقونو په سمه توګه خوندي شوي دي.