Home » افغانستان » بښنې نړيوال سازمان: افغان خبريالان لا هم له ګڼو ستونزو سره مخ دي
رویداد خبري آژانس

بښنې نړيوال سازمان: افغان خبريالان لا هم له ګڼو ستونزو سره مخ دي

د بښنې نړيوال سازمان وايي، چې په افغانستان کې د خبريالانو پر وړاندې اوس هم ستونزې نه دي کمې شوي او ټينګار کوي، چې د خبريالانو ژوند او کار ته بايد پاملرنه زيات شي.

دې سازمان ويلي، چې د تاوتريخوالي ترڅنګ په افغانستان کې مالومات ته نه لاسرسی هغه څه دي، چې د خبريالانو رسنيزې چارې له ستونزو سره مخ کړي او نه شي کولی چې پر وخت مسايل راپور کړي.

د بښنې نړيوال سازمان د افغانستان له سرپرست حکومت غوښتنه کړې، چې د خبريالانو خونديتوب ترڅنګ دې دوی ته دا زمينه هم برابره کړي، چې په موقع مالوماتو ته لاسرسی پيدا کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د کلید راډیو خبریال تاج ولي غورځنګ له دوه ورځني ځنډ وروسته تازه د حکومت له زندانه خلاص شوی.

نوموړی دوې ورځې وړاندې د راپور جوړولو پرمهال د امنیتي ځواکونو لخوا نیول شوی و. که څه هم حکومتي چارواکي په دې اړه له نظر ورکولو ډډه کوي، خو تېره ورځ تاج ولي غورځنګ هغه مهال ونیول شو چې نوموړي غوښتل يې په افغانستان د نجونو د ښوونځيو پرانیستو په اړه راپور جوړ کړي.

موږ هڅه وکړه چې په دې اړه د کلید راډیو خبریال تاج ولي غورځنګ نظر هم واخلو، خو نوموړي له نظر ورکولو ډډه کوله.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...