Home » افغانستان » بين واليس: په افغانستان کې د لويديځ ماموريت ناکام پای ته ورسېد

بين واليس: په افغانستان کې د لويديځ ماموريت ناکام پای ته ورسېد

د برېتانيې دفاع وزير بين واليس د يوه اعتراف له مخې په افغانستان کې د امريکا او لويديځ هېوادونو تېر شل کلن ماموريت ناکام پای ته رسېدلی بللی.

نوموړي له ډيلي مېل ورځپاڼې سره په ځانګړې مرکه کې، چې نن شنبه د (زمري په ۲۱مه) خپره شوې ويلي، دوی داسې يو افغانستان تر شا پرې‌نښود د کوم لپاره يې کلونه مبارزه او قربانۍ ورکړې وې.

نوموړي زياته کړې، د تېرو دوو لسيزو پرمهال په افغانستان کې د لويديځ هېوادونو پوځي ماموريت که څه هم لسګونه زره پوځيان په کې ووژل شول، خو پر دې سربېره هم ناکام پای ته ورسېد.

واليس ويلي، افغانستان ته امنيت ټينګښت، اقتصادي ودې، ښوونې او روزنې لپاره تللي وو او د دې هدف د ترلاسه کولو په موخه ۲۰ کاله هلته مېشت وو؛ خو په خبره يې په وروستي وخت کې يې ماتې وخوړه.

نوموړي د احتمال په توګه ويلي، له افغانستان څخه د لويديځوالو له وتلو وروسته چې ښايي دا هېواد بېرته خپل تېر ته ورستون شي.

بين واليس د خپلې دې مرکې په ترڅ کې دا نيوکه هم کړې، افغانستان د طالبانو لاس ته له دې کبله پرېوت، چې لويديځ هېوادونو په واقعي توګه نه غوښتل چې په افغانستان کې پاتې شي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...