بریتانوي رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد صدارعظم بورېس جانسون په یوه لړ پټو مراسمو کې له خپلې کوژدنې کـري سیموندس سره وداه وکړ.
د رسنیو راپور له مخې، دغه مراسم پرون ماسپښین د ویست منسټر په کلیسا کې هغه وخت وشول چې لومړی کلیسا ته ورغلو کسانو ته له هغه ځایه د وتلو وویل شول.
تر اوسه د بورېس جانسون دفتر د دغو راپورونو په اړه تبصره نهده کړې، خو ډېلي مېل او سن ورځپاڼو راپور ورکړی چې د صدراعظم د واده مراسم د ۳۰ مېلمنو په حضور کې ترسره شول.
بي بي سي هم د څو ورځپاڼو په حواله د بریتانیا د صدراعظم د واده راپور تأیید کړی دی.