د برېتانيې لومړی وزير بوريس جانسن نن پنجشنبه د (غويي په لومړۍ) هند رسيدلی دی او دغلته به له هندي چارواکو سره د هند او برېتانيې د اړيکو پر پياوړتيا خبرې وکړي.
نوموړی هند ته په رسېدو سره په يوه کلتوري جشن کې د ګډون په موخه په ګوجرات ايالت کې ښکته شوی او ټاکل شوې چې دغلته به له هندي او برېتانوي سوداګرو سره هم وګوري.
جانسن به له خپل هندي سيال نريندرا مودي سره د ليدنې په موخه سبا د جمعې په ورځ نوي ډهلي ته لاړ شي. نوموړي هند ته له سفر وړاندې د برېتايې پارلمان ته ويلي و، چې د دغه سفر په ترڅ کې به له هندي لوري سره پر سوداګرۍ، دفاعي مسايلو او دغه راز د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ پر اړيکو خبرې وکړي.
له دې سفر وړاندې پرون چهارشنبه ځينو رسنيو راپور ورکړی و چې بوريس جانسن به هڅه وکړي، څو هند وهڅوي چې پر اوکراين د روسيې د بريد په اړه خپل دريځ بدل کړي.
هند د روسيې او اوکراين په قضيه کې بې طرفي اختيار کړې او ويلي يې دي، چې دواړه هېوادونه دې د جګړې پر ځای مذاکراتو ته ترجيح ورکړي او له دې لارې دې د ستونزې غوټه خلاصه کړي.