د برېتانيې پارلمان پرون دوشنبه د (غبرګولي په ۱۶مه) د دې هېواد د لومړي وزير بوريس جانسن پر وړاندې د نه باور رايې اچونه پيل کړه. خو نوموړی وتوانېد چې د رايې اچونې په دې بهير کې بيا د باور کافي رايې ترلاسه کړي.
په پرونۍ رايه اچونه کې، د بوريس جانسن د لرې کولو په موخه د پارلمان د غړو ۱۸۰ مخالفو رايوو ته اړتيا وه؛ خو نوموړي ۱۴۸ مخالفې او ۲۱۱ د باور رايې ترلاسه کړې.
بوريس جانسن د باور ۲۱۱ رايو په ترلاسه کولو سره، د برېتانيې د لومړي وزير په توګه پر خپل ځای پاتې شو. پر نوموړي تورونه وو چې د کرونا وېروس پرمهال يې په ميلمستاوو کې ګډون کړی او په دې توګه يې وضعه شوي اصول مات کړي دي.
د يادو اصولو د ماتولو له امله بوريس ۵۰ پونډه جرېمه شوی هم و؛ خو پر دې سربېره د خپل ګوند يو شمېر غړو له لوري د مخالفت په ترڅ کې، نوموړي ته پرون د باور او يا هم د نه باور رايې ورکولو په موخه صندوقونه کېښودل شول.