Home » افغانستان » بهرنیو چارو وزارت:افغان دولت یوځل بیا له طالبانو څخه د اوربند او تاوبریخوالي د کمولو په برخه کې د بالمثل چلن هیله لري
رویداد خبري آژانس

بهرنیو چارو وزارت:افغان دولت یوځل بیا له طالبانو څخه د اوربند او تاوبریخوالي د کمولو په برخه کې د بالمثل چلن هیله لري

بهرنیو چارو وزارت وایي، افغان دولت یو ځل بیا له طالبانو څخه د اوربند او تاوتریخوالي د کمولو په برخه کې د بِالمثل چلن هیله لري.

د یاد وزارت له لوري خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، دوی د دولت او طالبانو ترمنځ د پیلېدونکو خبرو په تړاو، د اروپا ټولنې او کاناډا د ډیپلوماټیکو استازولیو د مشرانو د اعلامیې هرکلی کوي.

خبرپاڼه کاږي، حکومت به له یوې رغونکې ارادې سره بین الافغاني مذاکراتو ته داخل شي او د دې ښه نیت د تمثیلولو یوه ښکاره بېلګه د طالب زندانیانو خوشې کول وو.

د خبرپاڼې یوه برخه کې راغلي، افغان دولت چمتو دی چې له دې فرصت څخه په استفادې، د مذاکرې له لارې تاوتریخوالي ته د پای ټکی کیږدي. د خبرپاڼې وروستۍ برخه کې راغلي، د سولې برخه کې د افغان دولت لیدلوری، د ټولو افغانانو، نارینه وو او مېرمنو د بنسټیزو حقونو خونديتوب دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...