د بهرنيو چارو وزارت چارواکو خبر ورکړی چې اميرخان متقي نن سېشنبه د (سلواغې په ۵مه) د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې د فرانسې له يوه لوړپوړي پلاوي سره لېدلي دي.
د دغه وزارت وياند عبدالقهار بلخي په دې اړه خپل ټوېټر کې لېکلي، دغه لېدنه د فرانسې اسیا او پسيفیک څانګې له مسوول ډېمين سيد سره شوې او په کې د افغانستان او فرانسې ترمنځ پر دوه اړخيزه مهمو موضوعاتو بحث شوی دی.
نوموړي دا نه واضيح کړې چې په ياده لېدنه کې د بحث مهم موضوعات څه شی وو.