د افغانستان بهرنيو چارو وزارت نن يکشنبه د (وږي په ۲۷مه) د يوې اعلاميې په خپرولو سره د تاجکستان او قرغيزستان ترمنځ په پوله کې پر روانې جګړې اندېښنه ښودلې ده.
د بهرنيو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، افغانستان د قرغيزستان او تاجکستان ترمنځ سرحدي نښتې د اندېښنې وړ بولي او پر اوښتې مرګ ژوبلې خواشيني څرګندوي.
په اعلاميه کې ويل شوي، دغو نښتو دواړو غاړو کې ميشتو ملکيانو ته هم ستونزې جوړې کړي او په ځانګړې توګه د قرغيزستان لوري ته زرګونه ملکيان کډې کولو ته اړ شوي.
په اعلاميه کې ملکي مرګ ژوبله او د ملکيانو بېځايه کېدل د خواشینۍ وړ بلل شوي. د بهرنيو چازو وزارت په اعلاميه کې پر دواړو لوریو غږ کړی، چې سرحدي ستونزې د مذاکراتو او تفاهم له لاري حل کړي.
دې وزارت څرګنده کړې، چې د نښتو دوام د ټولې سيمې پر امنيت او ثبات منفي اغېز لرلی شي او له همدې کبله بايد د پولې دواړو غاړو ولسونه قرباني نه شي.
د تاجکستان او قرغيزستان پوله ساتو ځواکونو ترمنځ له څو ورځو راهيسې د ګډې پولې په اوږدو کې جګړه روانه ده او دواړه لوري يوه او بل ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي.