د افغانستان بهرنيو چارو وزارت وايي، د اسلامي امارت پلاوي په دوحه کې د امريکا له پلاوي سره د افغانستان پر اړوندو مسئلو سپينې خبرې کړي او ياده ناسته د دواړو لوريو ترمنځ د تفاهم ښه فرصت بللی شوی دی.
د ياد وزارت له لوري په دې اړه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، د اسلامي امارت له لوري ټينګار د دوحې هوکړې پر عملي کولو شوی؛ ځکه د خبرپاڼې له مخې، د دوحې هوکړې عملي کول د ستونزو د حل غوره لار ده.
خبرپاڼې زياته کړې چې د يادو دوو ورځنيو مذاکراتو په ترڅ کې امريکا ژمنه کړې چې له افغانانو سره به خپلې بشري مرستې چاري وساتي او د خېريه بنسټونو په لاس به د يادو مرستو په رسو کې اساني رامنځته کوي.
د افغانستان بهرنيو چارو وزارت د امريکا له لوري د بشري مرستو له پيلولو په هرکلي سره ډاډ ورکړی، چې اړمنو کورنيو ته د رسولو په برخه کې به يې له خېريه بنسټونو سره د همکارۍ ترڅنګ بهرنيو وګړو ته هم په اصولي ډول افغانستان ته د تګ راتګ زمينه برابره کړي.
خبرپاڼې دغه راز زياته کړې چې دواړو لوريو د سياسي اړيکو پر ښه کولو هوکړه کړې او د اړتيا پرمهال به د اړيکو استحکام په موخه ورته غونډو ته دوام ورکړي.
د اسلامي امارت او امريکا سياسي پلاويو له تېرو دوو ورځو راهيسې د لومړي ځل لپاره د افغانستان په اړه په رسمي ډول مذاکرات وکړل. له دې وړاندې امريکا اعلان کړې وه چې دغه ناسته په افغانستان کې د طالبانو په مشرۍ د يوه حکومت په رسميت پېژندلو مانا نه لري.