Home » سیمه او نړی » بنګلدېش کې د چاودنې له امله ۱۱۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

بنګلدېش کې د چاودنې له امله ۱۱۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د بنګلدېش په سوېل ختيځ ته په پراته سيتاکنډا ښار کې يوې چاودنې له سلو زياتو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

په دې اړه خپرو شوو راپورو کې ويل شوي، چې چاودنه د نوموړي ښار په يوه ګودام کې شوې او په ياد ګودام کې کيمياوي مواد ساتل کېدل. په راپورونو کې زياته شوې، چې د يادې چاودنې له امله ۱۶ تنه وژل شوي او ۱۰۰ تنه نور ټپيا شوي دي.

روغتيايي چارواکو ويلي، چې د ټپيانو له ډلې د ۲۰ هغو روغتيايي وضعيت نازک دی. د راپورونو پر بنست له چاودنې وروسته په ګودام کې اور لګېدلی او له همدې کبله د پېښې اکثره قربانيان سوځېدلي دي.

د روغتيايي چارواکو په خبره، د يادې پېښې اکثره ټپيان له ۶۰ تر ۹۰ سلنې سوځېدلي دي.

بلخوا پوليسو هم پېښه تائيد کړې او ويلي يې دي، چې د پېښې له امله مړي او ټپيان روغتونونو ته لېږدول شوي او د اور وژنې عمله هم سيمې ته رسېدلې، څو د پوليسو په خبره له چاودنې وروسته په ګودام کې لګېدلی اور مړ کړي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...