Home » افغانستان » بندامیر کرکټ لوبډلې د قوش تپې ملي شل اووریز جام وګاټه

بندامیر کرکټ لوبډلې د قوش تپې ملي شل اووریز جام وګاټه

کرکټ بورډ لیکلي چې بند امیر لوبډلې پرون په فاینل سیالۍ کې د مس عینک ټیم ته د ۱۹۷ منډو هدف ورکړی و.

مس عینک یوازې ۱۷۳ منډې جوړې کړای شوې او لوبه یې د ۲۳ منډو په توپير وبایلوده.

د بندامیر په ټیم کې لوبډلمشري حشمت الله شهیدي کوله.

د قوش تپې ملي شل اوریز جام سیالۍ د قوش تپې د کانال په ویاړ د کرکټ بورډ له خوا د کورنیو ټیمونو تر منځ ترسره شوې وې.

د قوش تپې ملي شل اوریز جام د ۲۰۲۴ کال د مې پر لومړۍ نېټه کابل کې پیل شوی وو.

په دغه جام کې ۵ لوبډلو (سپين غر، امو، بند امير، بست او مسک عينک) برخه درلوده.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...