Home » افغانستان » بلېنکن: په افغانستان کې امن د امريکا او پاکستان ګډه موخه ده

بلېنکن: په افغانستان کې امن د امريکا او پاکستان ګډه موخه ده

د امريکا بهرنيو چارو وزير انټوني بلېنکن د پاکستان له بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو سره له ليدنې وروسته ګډ خبري کنفرانس ته ويلي، چې امريکا او پاکستان په افغانستان کې د سولې او امنيت د ټينګښت غوښتونکي دي.

بلېنکن له بلاول سره ليدنه کې د دوه اړخيزه مسايلو ترڅنګ د افغانستان اړوند مسايلو ته هم اشاره کړې او زياته کړې يې ده، چې په افغانستان کې د سولې او امنيت ټينګښت په تېرو دوو لسيزو کې د امريکا او پاکستان ګډه موخه وه.

نوموړي ويلي، چې دا دواړه هېوادونه اوس هم په ګډه او شريکه توګه د يوه باثباته او پرمختللي افغانستان غوښتونکي دي. په ورته وخت کې بلېنکن له پاکستان سره د سيلابونو له امله د رامنځته شوو زيانونو له امله، له دې هېواد سره د ۱۰ ميليون ډالرو اضافي مرستې اعلان هم وکړ.

امريکا له دې وړاندې هم په پاکستان کې له سيلاب ځپلو کورنيو سره امريکا د ۵۵ ميليون ډالرو په ارزښت مرستې کړي دي.

له دې سره د پاکستان بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري له پاکستان سره د امريکا مرستې ستايلي او زياته کړې يې، چې دواړو هېوادونو د ګډ کار په ترڅ کې خورا ستونزمن اهداف ترلاسه کړي دي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...