Home » سیمه او نړی » بلېنکن: مسکو باید د وال سټریټ ژورنال د نیول شوي خبریال سره د کتنې زمینه برابره کړي

بلېنکن: مسکو باید د وال سټریټ ژورنال د نیول شوي خبریال سره د کتنې زمینه برابره کړي

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر وايي، په روسیه کې د امریکا د قونسلګرۍ کارکوونکو ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې په روسیه کې د والسټریټ ژورنال ورځپاڼې له نیول شوي خبریال سره وګوري.

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن پرون شنبه د اپرېل ۱۵مه د ویتنام د سفر پر مهال وویل چې تر اوسه د امریکا د قنسولګرۍ هېڅ کارکوونکی نه دی توانېدلی چې روسیه کې د والسټریت ژورنال له نیول شوي خبریال ایوان ګیرشکوویچ سره وګوري.

بلېنکن زیاته کړه، چې مسکو باید ‘همدا اوس» د دې کتنې زمینه برابره کړي.

ایوان ګیرشکوویچ تر سړې جګړې وروسته لومړی امریکايي خبریال دی چې په روسیه کې د جاسوسۍ په تور نیول کېږي.

والسټریټ ژورنال ورځپاڼې په جاسوسۍ کې د ګیرشکوویچ د دخالت تورونه رد کړي دي.

د روسیې د امنیتي خدماتو فډرال ادارې د مارچ میاشتې پر ۳۰مه اعلان کړی و چې ایوان ګیرشکوویچ یې په اورال یکاترینبورګ ښار کې په دې تور نیولی چې د روسیې د پوځي صنعت د ټولنې په اړه یې دولتي رازونه ټولول.

دغه اداره وايي، د دې امریکايي وګړي پر خلاف یې د جاسوسۍ دوسیه پرانیستې ده.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...