Home » افغانستان » بلېنکن: مارک فريرکس د امريکايي چارواکو د سختو هڅو په پايله کې ازاد شو

بلېنکن: مارک فريرکس د امريکايي چارواکو د سختو هڅو په پايله کې ازاد شو

د امريکا بهرنيو چارو وزير انټوني لېنکن په افغانستان کې د بندي امريکايي وګړي مارک فريرکس له بند ازادېدل تائيد کړي او ويلي يې دي، چې نوموړي د امريکايي چارواکو د سختو هڅو په پايله کې راخوشی شو.

نوموړي ويلي، چې د مارک د خوشي کولو هڅو څو مياشتو وخت ونيو او په دې موده کې د نوموړي د خلاصون په موخه مطلوب مذاکرات تر سره شول.

هغه د فريرکس د خوشي کولو په برخه کې د امريکايي چارواکو او په ځانګړې توګه د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي توماس ويسټ هڅې ستايلي او مننه يې کړې ده.

د بلېنکن په خبره، مارک دوه نيم کاله په افغانستان کې بندي و او له خلاصېدو وروسته به ژر له خپلې کورنۍ سره يو ځای شي.

د کابل په هوايي ډګر کې امريکايي چارواکو ته د نوموړي له سپارل کېدو وروسته د مريکا ولسمشر جوبايډن د مارک فريرکس کورنۍ ته زنګ وهلی او د نوموړي د خوشې کېدو زيری يې پرې کړی.

سپينې ماڼۍ په دې اړه خپاره کړي بيان کې ويلي، چې د مارک د خوشې کولو د هڅو په ترڅ کې يې سختې پرېکړې مخې ته ورغلي، خو د يادو پرېکړو په کولو سره يې د نوموړي د خوشي کولو هڅې بريالۍ کړې.

مارک فريرکس د طالبانو يوه مهم غړي حاجي بشير نورزي په بدل کې شوی. حاجي بشير نورزی په ۲۰۰۵ زېږديز کال کې په نيويارک کې د نشه‌يي توکو د قاچاق په تور ونيول شو او له هغې وروسته محکمې ورته د عمري بند سزا واوروله.

حاجي بشير نورزی د طالبانو د تحريک بنسټ اېښودونکي ملا محمد عمر ته نږدې کس دی.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...