د امريکا بهرنيو چارو وزير انټوني بلېنکن وايي، هېواد يې له عامو افغانانو څخه ملاتړ ته ژمن دی او هڅه کوي چې په دې برخه کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي.
نوموړي نن شنبه د (مرغومي په ۲۵مه) خپل ټوېټر کې لېکلي، چې د ملګرو ملتونو د بشري برخې له مسوول مارټېن ګرېفتيس او د سره صليب نړيوالې کمېټې له مشر پيټر مور سره د افغانستان پر وضعيت او دغلته د امريکا پر هڅو خبرې کړي دي.
بلېنکن زياته کړې، په ياده لېدنه کې چې په انلاين ډول ترسره شوې، له يادو بنسټونو سره په افغانستان کې د امريکا د هڅو همغږۍ پر چټکولو ټينګار شوی دی.
نوموړي په افغانستان کې د افغانانو د ملاتړ په برخه کې د خپلو هڅو د څرنګوالي په اړه نور جزيات نه دي ورکړي.