Home » افغانستان » بلېنکن: افغانستان کې پر ښځو بنديزونه د افغانانو او خپله د طالبانو په زيان دي
رویداد خبري آژانس
امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن

بلېنکن: افغانستان کې پر ښځو بنديزونه د افغانانو او خپله د طالبانو په زيان دي

د امريکا بهرنيو چارو وزير انټوني بلېکن د افغانستان ښځو په تړاو په تازه څرګندونو کې ويلي، چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو له بيا رسېدو سره، د ښځو هغه لاسته راوړنې له منځه تللي چې د نړيوالې ټولنې په ملاتړ يې ترلاسه کړې وې.

نوموړي دا څرګندونې پرون سې‌شنبه د (وږي په ۲۹مه) په نيويارک کې (د افغان ښځو د اقتصادي خوځښت اتحاد) د اعلان په مناسبت جوړې شوې غونډې ته کړي دي.

بلېکن زياته کړې، چې پر ښځو لګېدلي بنديزونه د افغان د ټولنې نيمايي برخې او دغه راز په خپله د طالبانو د حکومت پر زيان دي. د نوموړي په خبره، واک ته د طالبانو له رسېدو سره ښځې سختې محدودې کړای شوي، د دوی پر تګ راتګ بنديز لګول شوی او نجونو ته لا هم اجازه نه ده ورکړل شوې، چې له شپږم ټولګي څخه پورته ښوونځيو ته د زده‌کړو لپاره لاړې شي.

انټوني بلېکن د افغان ښځو وضعيت ته په پام سره زياته کړې، يو شمېر هغه ميرمنې چې سوداګرې وې، ښوونځي يې لرل او په حکومت کې يې کار کاوه، د خپل سر خونديتوب لپاره مجبورې شوې چې له افغانستان څخه ووځي.

نوموړي زياته کړې، د افغانستان د ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره د امريکا متحده ايالاتو نوی ابتکار د ملاتړ پر بېلابېلو برخو متمرکز دی، چې په خبره يې د امريکا باسټن پوهنتون په همکارۍ به افغان ميرمنې د سوداګرۍ د مديريت، کارموندنې او نورو برخو کې وروزل شي.

تر اوسه د افغانستان سرپرحکومت د انټوني بلېکن دې څرګندونو په تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...