د امريکا بهرنيو چارو وزير انټوني بلېنکن پرون جمعه د (زمري په ۷مه) په واشنګټن کې خبري کنفرانس ته ويلي، چې د روسيې بهرنيو چارو وزير سرګې لاوروف ته يې په روسيې کې د دوو امريکايي زندانيانو د خلاصون وړانديز کړی دی.
نوموړي زياته کړې، چې له خپل روسي سيال سره پر ټليفون غږېدلی او ورته يې د بنديانو د خلاصون په تړاو د پام وړ وړانديز کړی دی.
نوموړي د پام وړ وړانديز او دغه راز د بنديانو د تبادلې روش په اړه نور جزيات نه دي ورکړي؛ خو د روسيې بهرنيو چارو وزارت په دې اړه خپره کړې اعلاميه کې ويلي، چې لاوروف خپل سيال بلېنکن ته د بنديانو پر تبادلې د خبرو لپاره د خاموشې ډيپلوماسۍ وړانديز کړی دی.
په اعلاميه کې ويل شوي، دغه ډيپلوماسي بايد دې ته لار پرانيزي چې د امريکا له لوري زنداني شوي روسي وګړو خلاصون او تبادلې ته هم لار برابره کړي.
د امريکا د باسکېټ بال لوبغاړې برېټني ګرېنر د تېرې فيبروري په ۱۷مه د مسکو په هوايي ډګر کې د نشهيي توکو د قاچاق په تور ونيول شوه او دغه راز د امريکا د سمندري ځواکونو يو پخوانی غړی هم موده وړاندې د روسي ځواکونو له لوري نيول شوی دی.
رويټر په دې اړه خپل راپور کې ويلي، چې د نيول شوو امريکايانو کورنيو د بايډن پر ادارې فشار اچولی، څو ياد کسان د روسيې له زندانونو ازاد او بېرته يې خپل کور ته ورستانه کړي.