Home » سیمه او نړی » بلینکن په رفح کې د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره د اسراییلو پلان ناسم وباله

بلینکن په رفح کې د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره د اسراییلو پلان ناسم وباله

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، انتوني بلینکن ویلي چې اسراییل په رفح کې د شاوخوا ۱٫۴ میلیونو فلسطینیانو د ساتنې لپاره «د باور وړ پلان» نه لري.

بلینکن ویلي چې په رفح ښار برید هلته د حماس له پای ته رسولو پرته ملکي خلکو ته د سخت زیان رسولو خطر لري.

ویل کېږي چې امریکا په دې وروستیو کې په رفح کې د پراخو ملکي زیانونو د وېرې له امله اسراییلو ته د بمونو لېږدول بند کړي دي.

بلنکن د ۳ زره او ۵۰۰ بمونه ۲زره او ۵۰۰ پونډه د اکمالاتو د ځنډولو په دفاع کې ویلي چې دا د متحده ایالاتو د وسلو یوازینۍ بسته ده چې تر دې دمه بنده شوې ده.

هغه زیاته کړې چې که اسراییل په رفح باندې په پراخه کچه برید وکړي، “داسې ځینې سیسټمونه شته چې پر بنسټ یې موږ د دې عملیاتو ملاتړ نه کوو.”

په رفح ښار کې د شاوخوا ۱٫۴ میلیونو فلسطینیانو څخه زیات یې د جګړې او د اسراییلو د هوایي بریدونو له امله له نورو سیمو څخه بې ځایه شوي دي.

د فلسطین د روغتیا وزارت د راپور له مخې، په غزې تړانګه کې د اسراییلو د پوځ په عملیاتو کې لږ تر لږه ۳۵ زره کسان وژل شوي دي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...