Home » سیمه او نړی » بلینکن: اوکراین د امریکا له ملاتړ پرته مقاومت کولای شي

بلینکن: اوکراین د امریکا له ملاتړ پرته مقاومت کولای شي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د لومړي ځل لپاره د امریکا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ټرمپ د احتمالي بریا او له اوکراین څخه د واشنګټن د ملاتړ د پای ته رسولو په اړه خبرې وکړې او په عین وخت کې یې ټینګار وکړ چې اوکراین له امریکا پرته هم پر خپلو پښو درېدای شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، انتوني بلینکن وویل: “اوکراین په سمه لاره روان دی او دا ډاډ ترلاسه کولای شي چې له نظامي، اقتصادي او ډیموکراټیک اړخه په خپلو پښو ودریږي.”

بلینکن د جمعې په ورځ (د چنګاښ ۲۹مه) د ناټو په غونډه کې له اوکراین سره د څه باندې ۲۰ هېوادونو امنیتي تړونونو ته په اشارې ویلي، دغو حکومتونو له اوکراین سره د خپلو پوځي او مالي مرستو د دوام موافقه کړې، که څه هم د امریکا متحده ایالات باید د بل حکومت له ملاتړ څخه لاس واخلي.

امریکا د جو بایډن د ولسمشرۍ پر مهال د اوکراین تر ټولو مهم ملاتړی و چې د روسیې پر ضد یې په څه باندې دوه کلنه جګړه کې لاس درلود.

بلخوا اوکراین او ملاتړي یې اندېښنه لري چې که بایډن ماته وخوري، ممکن د متحده ایالاتو حیاتي ملاتړ له لاسه ورکړي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...