امریکایي چارواکي وايي چې متحده ایالات به په اقتصادی او ښوونیز برخو کې به د افغان مېرمنو ملاتړ وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، انتوني بلینکن د «ښځو د ځواکمن اقتصاد ایتلاف په غونډه» کې ویلي چې متحده ایالات د ښځو د زدکړو محرومیت په اړه اندیښمن دي او دوی به په اقتصادی او ښوونیز ډګر کې د افغان مېرمنو ملاتړ وکړي.
د بلنکین په وینا، د زده کړو په برخه کې پر افغان نجونو لګېدلي بندیزونه په کال کې تر یو میلیارد ډالر پورې افغانستان ته زیان رسوي.
د ښځو ځواکمن اقتصاد ایتلاف په دې هڅه کې دی چې د افغان ښځو او نجونو لپاره په انلاین ډول د ښوونیزو زده کړو زمینه برابره کړي.
له بلې خوا د بشري حقونو او افغان ښځو په برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې، رینا امیري له ا.ا غوښتي چې ښوونځیو او پوهنتونو دروازې دې د افغان نجونو پرمخ پرانیزي.
دا په داسې حال کې ده چې د ا.ا لوړ پوړي چارواکو بار بار ټینګار کړی چې د زده کړو په برخه کې پر افغان ښځو او نجونو لګېدلي بندیزونه به تلپاتې نه وي او ډېر ژر به د مناسبو شرایطو په برابرولو سره افغانو نجونو ته د زدکړو زمینه برابره شي.