Home » سیمه او نړی » بلوچستان کې یوې مېرمنې ځانمرګی برید کړی

بلوچستان کې یوې مېرمنې ځانمرګی برید کړی

د پاکستان سیمه ییزو پولیسو ویلي چې د دې هېواد په جنوب لوېدیځ د بلوچستان په ولایت کې یوې میرمنې د نظامیانو د موټرو په کتار په ځانمرګي برید کړی چې په پایله کې یې یو کس وژل شوی او څلور نور ټپيان شوي دي.

د راپورونو له مخې، ځانمرګی برید د کلات په ولسوالۍ کې شوی او د سرحدي قول اردو نیمه پوځي ځواکونو د قوماندان موټر پکې په نښه شوی و خو ویل کېږي چې دا قوماندان تر برید ژوندی وتلی.

د سیمې یو پولیس افسر حبیب الله، امریکا غږ ته د ټیلیفون د لارې په برید کې مرګ ژوبله تائید کړه او دا یې هم وویل چې د ځانمرګي برید له ځای څخه د بدن تر لاسه شویو ټوټو څخه معلومېږي چې برید یوې مېرمنې کړی دی.

تر اوسه هېڅ کومې ډلې ددې برید مسوولیت نه دی منلی خو ملامتي یې ښایي په بلوڅ بیلتون غوښتونکو ډلو واچول شي چې د کالونو راهیسې د پاکستان څخه د بېلیدو په هدف وسله واله مبارزه کوي او تردې وړاندې هم یو شمېر ځانمرګي بریدونه چې په دې ولایت کې شوي، ادعا یې د بلوڅانو ازادۍ پوځ په نامه بیلتون غوښتونکې ‎ډلې کړې.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...