د بلوچستان د پولیسو چارواکي وایي، د سه شنبې په ورځ اپریل ۱۱ (وري ۲۲) څلور پولیس د وسله والو یاغیانو سره په ډزو کې ووژل شول. تر دې پېښې څو ساعته مخکې د بلوچستان په مرکز کویټه کې په یوې بمي چاودنې کې څلور کسان وژل شوي وو.
چارواکيو ویلي دي چې د تحریک طالبان پاکستان وسله والو په کوچلاک سیمه کې د پولیسو په یوې ګزمې ډزې وکړې او بیا وتښتیدل.
د سیمه ییزو پولیسو یو لوړ پوړي چارواکي محمد زوهیب فرانس پرس اژانس ته وویل، “وسله والو له یوې ودانۍ څخه د پولیسو پر یوې ډلې ډزې وکړې چې څلور پولیس یې ووژل.”
دغه چارواکي همداشان ویلي چې د ډزو په تبادله کې یو ترهګر هم وژل شوی او پاتې نور تښتېدلي دي.
د ترهګرۍ ضد څانګې چارواکي اعتزاز ګورايا، ادعا وکړه چې وسله وال د تحريک طالبان پاکستان غړي وو، چې په وینا یې د افغانستان د طالبانو په څیر ايډيالوژي لري.
د دوشنبې په ورځ د بلوچستان د مرکز کویټې په یو مصروف بازار کې د موټرسایکل بم په چاودنه کې څلور کسان ووژل شول چې دوه یې پولیس او دوه نور ملکیان وو.
د دوشنبې د برید پړه د بلوچستان د ازادۍ غورځنګ منلې وه.
پاکستان له څو کلونو راهیسې په بلوچستان کې د وسله والو یاغیانو پر وړاندې مبارزه کوي چې ددې صوبې د شتمنیو لویه برخه غواړي او همدارنګه پاکستاني طالبانو لخوا هم بریدونه کېږي. د پاکستان امنیتي ځواکونه همداشان پدې ایالت کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې هم په مبارزه بوخت دي.