پاکستاني چارواکو خبر ورکړی چې د بلوچستان په مرکز کوټه کې پر پاکستاني پوځيانو چاودنه شوې او د يادې چاودنې په ترڅ کې ۴ پوځيان وژل شوي دي.
د پاکستان پوځ هم په يوه خپره کړې خبرپاڼه کې پېښه او د خپلو ۴ پوځيانو وژل کېدل تائيد کړي دي. خو دا يې نه دي ويلي چې د وژل شويو ترڅنګ څومره پوځيان ژوبل شوي.
د خبرپاڼې له مخې چاودنه پرون د دوشنبې په ورځ د (غبرګولي په ۲۴مه نېټه) هغه مهال وشوه چې پاکستاني پوځيانو د کوټې ښار په مربوطاتو کې پر عملياتو بوخت وو.
په بلوچستان کې د ورته چاودنو او ډېريو وسلهوالو بريدونو مسووليت په ياده سيمه کې د بلوڅ بېلتونپالو ډله په غاړه اخلي او ډېر کله پر پاکستاني پوځيانو مرګوني بريدونه کوي.