Home » سیمه او نړی » بلوچستان کې د نښتې پرمهال ۵ پاکستاني پوځيان وژل شوي

بلوچستان کې د نښتې پرمهال ۵ پاکستاني پوځيان وژل شوي

د پاکستان پوځ خبر ورکړی چې په بلوچستان ايالت کې د وسله‌والو له لوري په يوه کمين کې يې ۵تنه پوځيان وژل شوي دي.

د پوځ له لوري د جمعې په ورځ ناوخت د (چنګاښ په ۴مه) خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، که څه هم بريد کوونکي لا نه دي پېژندل شوي خو پرون ماښام يې د بلوچستان په سانګن سيمه کې پر پوځيانو ډزې وکړې.

په خبرپاڼه کې دا نه دي ويل شوي چې د ياد کمين په ترڅ کې څو تنه نور پوځيان ټپيان شوي دي.

په بلوچستان کې ډېر کله پر پاکستاني پوځيانو مرګوني بريدونه کېږي او د يادو بريدونو پړه په سيمه کې د بلوڅ بېلتون غوښتونکو ډله په غاړه اخلي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...