Home » سیمه او نړی » بلوچستان کې د سېلابونه له امله د مړو شمېر ۷۶ تنو ته رسېدلی

بلوچستان کې د سېلابونه له امله د مړو شمېر ۷۶ تنو ته رسېدلی

په بلوچستان کې د وروستيو زياتو بارانونو د اورېدو له امله د دې سيمې په ډېرو ولسواليو کې سيلابونه را وتلي او ځايي اوسېدونکو ته يې د مالي زيانونو ترڅنګ ځاني زيانونه هم اړولي دي.

د بلوچستان د طبيعي پېښو د تنظيم صوبايي ادارې ويلي، چې تر دې مهال د سېلابونو له امله ۷۶ کسان مړه شوي، ۵۲ ټپيان، ۵زره کورنه وران او دغه راز ۷زره نور کسان زيانمن شوي دي.

د پاکستان د چاپيريال ساتنې وزېرې شيري رحمان دا بارانونه د اقليمي بدلون پايله بللې او زياته کړې يې ده چې ښايي تر راتلونکي ګسټ مياشتې پورې دوام وکړي.

د بلوچستان حکومت ۱۰ ولسوالۍ د سېلابونو له امله زيانمنې شوې اعلان کړي دي؛ خو په ځانګړې توګه يادو سيلابونو ډېر زيان په کووټه، دوکۍ، ژوب، پښين، ګوادر، کلاسېف‌الله، تربت او پنج‌ګور کې اړولی دی.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...