تېره شپه يوې زورورې زلزلې د بلوچستان ډېرې سيمې ولړزولې او د شدت زياتوالي يې خلکو ته ځاني او مالي زيان هم اړولی دی.
ځايي چارواکو ويلي چې د يادې زلزلې له امله تر دې مهال ۲۰ تنه مړه شوي او له سلو ډېر ټپيان شوي دي. د دوی په خبره ټپيان د کوټې ښار روغتونونو ته انتقال شوي او د يو شمېر ټپيانو وضعيت په کتو ښايي د مړو شمېر له دې زيات شي.
د چارواکو په خبره په مړو او ټپيانو کې ډېری هغه يې ښځې او ماشومان دي. دوی دغه راز دا هم ويلي زلزلې د بلوچستان په مرکز کوټې، پښين، هرنايي، قلعه سيفالله ، چمن، زيارت، سيوۍ او ژوب سيمو کې ډېر زيان اړولی دی.
په بلوچستان کې د يادې زلزلې له امله چې د شدت اندازه يې ۵.۹ درجې ښودل شوې، د برېښنا او مخابراتي خدمتونو په وړاندې کولو کې بې نظمي رامنځته شوې ده.
تر اوسه د اووښتي مالي زياته په اړه رسمي څه نه دي ويل شوي، خو چارواکو خبر ورکړی چې په دې اړه يې څېړنې پيل کړې او ژر به يې پايلې شريکې کړي.