په بلوچستان کې د پاکستاني پوځ پر موټر چاودنې د یو افسر په ګډون درې پوځیان وژلي دي.
د پاکستاني پوځ د خبرپاڼې له مخې، دا پېښه د بلوچستان په ساحلي سیمه پسني کې هغه وخت رامنځته شوه چې د پوځیانو موټر له سیمې څخه په ګزمه د تېرېدو په حال کې و.
په یاده چاودنه کې لومړی د دوو عسکرو د وژل کېدو او دوو نورو د ټپي کېدو راپور ورکړل شوی و خو وروسته پوځ ویلي چې په یاده پېښه کې ټپي شوي پوځي د ژورو ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړې ده.
د چاودنې پړه تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې خو پوځ ویلي چې د دې پېښې تر شا د دښمن د استخباراتي کړیو لاس دی.