د پاکستان رسنۍ وایی،د بلوچستان ایالت په دوو جلا سیمو کط د وسله والو په بریدونو کې څلور پاکستاني عسکر وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.
د یاد ایالت پولیس وایي، لومړی برید د کوټې په پير اسماعيل زيارت کې د عسکرو په پوستې شوې او دویم برید بیا په تربت کې شوی دی.
د دوی د مالوماتو پر بنسټ، پاکستاني عسکرو په ځوابیه بریدنو کې پنځه وسلهوال هم وژلي او ګڼ شمېر یې ټپیان کړي دي.
د پآکستان پوځ ویلي، چې د یادو بریدونو تر شا د دولت ضد عناصر لاس لري، خو په تړاو یې نور څه نه دي ویلي. په بلوچستان کې ډېری وخت پاکستاني طالبان ورته بریدونه کوي.
همدا څو ورځې دمخه هم په همدې ایالت کې یو نفوذي عسکر خپل اوه نور عسکر ملګري په ډزو وژلي وو.