په بلغاريې کې د ترافيکې پېښې له امله ۴۵ تنه وژل شوي او ګڼ نور ټپيا شوي دي. چارواکو ويلي چې د پېښې ټپيان يې روغتونونو ته لېږدولي دي.
پېښه د پلازمېنې صوفيې ښار اړوند د موټر پر لويه لار (موټر وۍ) کې د يوه بس ټکر کېدو له امله رامنځته شوې ده. چارواکو ويلي چې بس اور اخيستی او له همدې امله يې مرګ ژوبله زياته ده.
دوی دغه راز ويلي، چې په پېښه کې ۷ تنه نور کسان سوځېدلي هم دي او د درملنې په موخه يې روغتون ته لېږدولي دي. چارواکو زياته کړې چې وژل شوي کسان اکثره د شمالي مقدونيې اوسېدونکي دي.
تر اوسه د پېښې اصلي علت نه دی په ډاګه شوی خو پوليسو خبر ورکړی چې په دې اړه يې څېړنې پيل کړي او پايله به يې ژر روښانه کړي.