Home » افغانستان » بلخ کې لسګونو ترکمني مېرمنو لاریون کړی
رویداد خبري آژانس

بلخ کې لسګونو ترکمني مېرمنو لاریون کړی

دا مېرمنې د مزارشریف د بشري حقونو د ساحوي کمېسیون مخې ته راټولې شوې وې او د نهه‌کلن ماشوم د تښتونې پر ضد یې لاریون وکړ.

لسګونه ترکمني مېرمنو پرون چهارشنبه (د کب ۲۷مه) په بلخ کې لاریون وکړ او د نهه‌کلن ماشوم د ژغورلو غوښتنه یې کوله.

دغو ترکمني مېرمنو له دولت څخه وغوښتل چې عبدالروف دې ژر تر ژره د سړي‌تښتوونکو له منګولو وژغورل شي.  

د «عبدالروف» په نامه دا ماشوم شاوخوا پنځه میاشتې وړاندې په مزار ښار کې د سړي‌تښتوونکو لخوا اختطاف شو، چې تر اوسه یې د ژوند او مړینې په اړه معلومات نشته. 

افغان چارواکو او د دې ولایت مسوولینو ویلي، چې د عبدالروف د ژغورلو لپاره یې ډېرې هڅې کړې، تر اوسه یې کومه مثبته پایله نه ده ورکړې، خو په خبره یې چې د دې ماشوم د پيداکولو هڅې لا دوام لري.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...