Home » افغانستان » بلخ کې طالبانو ۱۶ افغان سرتیري خوشې کړل
رویداد خبري آژانس
د طالبانو بیرغ

بلخ کې طالبانو ۱۶ افغان سرتیري خوشې کړل

د بلخ ولایت ځايي چارواکي تأييدوي چې طالبانو یو ځل بیا  په دې ولایت کې د افغان امنیتي  ځواکونو ۱۶ سرتېري خوشې کړي دي.

د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد تېر ماخوستن  یوې رسنۍ سره په خبرو کې وویل، طالبانو پرون یاد سرتېري راخوشې کړل.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د موافقې پر اساس د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ۱۶ سرتېري چې د طالبانو په بند کې وو، په چمتال ولسوالۍ کې راخوشې شول.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپل ټویټر لیکلي:” بلخ په ولایت کې یې له خپلو زندانونو د افغان حکومت ۱۶ عسکر او پولیس ازاد کړي.”

  د دغو کسانو د راخوشې کېدو خبر ورکړ.

 تر اوسه حکومت د طالبانو شااوخوا څلور زره زندانیان راخوشې کړي او طالبانو له حکومت سره اړوند تر ۸۵۰ زیات بندیان خوشې کړي دي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د موافقه‌لیک پر اساس افغان حکومت باید د طالبانو پنځه زره بندیان او طالبان باید له حکومت سره اړوند زر بندیان راخوشې کړي.

د دې موافقې د لاسلیک پنځه میاشتې کېدونکې دي، خو د بندیانو د خوشې کېدو بهیر لا نه‌دی بشپړ شوی.

افغان حکومت په دې وروستیو کې وویل چې شااوخوا ۶۰۰ طالب زندانیان چې جرمي قضیې لري، نه‌خوشې کوي او له طالبانو یې وغوښتل چې د پنځو زرو کسانو په فهرست کې دې د دغو کسانو پر ځای نور کسان ځای کړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...