د بلخ د کرنې ریاست چارواکي وايي، چې سږ کال په دغه ولایت کې د پنبې حاصلات لس سلنه زیات شوي دي.
دوي زیاتوي، روان کال تر ۳۰ زره هکټاره کرنیزه ځمکه باندې پنبه کرل شوې چې اټکل کیږي له ۳۷ تر ۴۰ زرو مټریک ټنو پورې د پنبې حاصلات به ترې راټول شي.
په ورته وخت کې یو شمېر کروندګر د خپلو حاصلاتو له زیاتوالي خوښي څرګندوي او له چارواکو غوښتنه کوي چې کرنې سکتور په ځانګړې توګه د پنبې کښت ته ډېره پاملرنه وکړي.
دوی وايي، که څه هم د لمریزې برېښنا په سیستم سمبالو څاه ګانو په کیندلو سره يې ستونزې تر یوه بریده راکمې شوې دي، خو په ځينو سيمو کې يو شمېر کروندګر لا هم د اوبو له کمښت سره مخ دي.