په بلخ کې د ا.ا ځایي مسوولانو په یاد ولایت کې د رېل پټلۍ د ویجاړو شوو برخو د بیارغونې د پیل خبر ورکړی دی.
د بلخ د رېل پټلۍ رییس، محمدشفیق محمود، ویلي چې په دې پروژه شپږ میلیونه، ۳۰۰ زره امریکایي ډالر لګښت راځي او قرارداد یې له یو ازبکستاني شرکت سره شوی دی.
د محمود په وینا، یاد شرکت پرون چهارشنبې د کب ۲مه خپل کار پیل کړی او ټاکل شوې چې د دوو مياشتو په موده کې به یې تخریب شوې برخې ترمیم او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د هغه په وینا چې د «جیرتان»، «تاره امېد» او «میدان هوایي» سیمو تمځایونو تخریب شوې برخې به بیا ورغول شي.
د بلخ د اورګاډي پټلۍ د حيرتان له سوداګريز بندر څخه د مزارشريف ښار تر هوايي ډګر پورې ٧٥ کيلومتره اوږدوالى لري، چې ځينې برخې تخريب شوې او د لېږد رالېږد چارې پرې ځنډېدلې دي.