د اوبو د تنظيم ملي اداره وايي، په بلخ کې د شورتپې ولسوالۍ اړوند امبرکول کرنيز کانال د جوړونې چارې په بشپړه توګه پای ته رسېدلي او نن د يکشنبې په ورځ د (غبرګولي په ۳۰مه) ګټې اخيستنې ته هم وسپارل شو.
د يادې ادارې رئيس خان محمد تکل په دې اړه خپل ټوېټر کې ليکلي، دا کانال چې ۱.۵ کيلومټره اږدوالی لري په شورتپه کې د ځمکو خړوبولو او د اوبو کموالي له امله د بزګرانو شکايتونو ته د رسېدنې په برخه کې خورا مهم دی.
له دغه کانال څخه چې د خوړو نړيوال سازمان يا WFP په مالي مرسته جوړ شوی، ۳۵۰ کورنۍ د ځمکو خړوبولو او اړتيا وړ اوبو د ترلاسه کولو لپاره ګټه اخيستی شي.
د يو شپږ اېنچه واټرپمپ پر مټ د امو سیند اوبه یاد کانال ته لېږدول کېږي او د کانا له لارې په شورتپه کې پر خلکو وېشل کېږي.