Home » افغانستان » بلخ کې ۷ پولیس د طالبانو سره په جګړه کې وژل شوي. چارواکي

بلخ کې ۷ پولیس د طالبانو سره په جګړه کې وژل شوي. چارواکي

د بلخ ولایت په چهاربولک ولسوالۍ کې اوه پولیس د طالبانو سره په نښته کې وژل شوي دي.

د یاد ولایت د چهاربولک ولسوال ذبیح الله ذاهد رسنیو ته ویلي چې د پولیسو پر یوه پوسته د طالبانو د برید په پایله کې د یادې پوستې ۷ تنه سرتیري وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې یاده پوسته په تیمورک سیمه کې د مزار ــ شبرغان لویې لارې پر سړک پرته ده.

چارواکي وايي څو ورځې مخکې د مزار شریف ــ شبرغان لاره په تیمورک سیمه کې د څو ساعتونو لپاره د تګ راتګ پر وړاندې بنده وه.

د معلوماتو له مخې چهاربولک ولسوالي د مزار شریف په ۳۰ کیلومترۍ کې پرته ده، د چهاربولک ولسوال وايي د یادې ولسوالۍ نژدې نیمايي برخه له طالبانو سره ده.

په بلخ کې چهاربولک ولسوالي ناامنه بلل کیږي.

وسلوالو طالبانو د پیښې په اړه څه نه دي ویلي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...