حکومتي چارواکو ويلي چې په پلازمېنه کابل او د بلخ په مرکز مراز شريف کې پرونيو چاودنو ۳۹ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د بلخ امنيه قومندانۍ وياند اصف وزيري رسنيو ته ويلي، چې چاودنې د مزار شريف ښار ۱۰مې او ۱۳مې امنيتي حوزو په مربوطاتو کې شوي او په ترڅ کې يې ۹ تنه شهيدان شوي او ۱۵ نور ټپيان شوي دي.
وزير زياته کړې چې چاودنې پر ملي بسونو داسې مهال شوي، چې ګڼ شمېر کسان په کې سپاره ول.
له دې سره کورنيو چارو وزارت هم د کابل څلورمې امنيتي حوزې اړوند ترافيکو څلور لارې ته څېرمه په جومات کې د چاودنې پخلي کړی دی.
د دې وزارت وياند عبدالمنافع ټکور رسنيو ته ويلي، چې چاودنه داسې مهال رامنځته شوې چې خلک په جومات کې د لمانځه پر ادا کولو بوخت وو.
د کابل امنيه قوندانۍ وياند خالد ځدراڼ بيا د يادې چاودنې په ترڅ کې د شهيدانو شمېر ۶ او د ټپيانو شمېر ۱۸ تنه ياد کړی دی.
تر اوس په کابل او مزار شريف کې د چاودنو مسووليت کومې وسلهوالې دلې په غاړه نه دی اخيستی.