Home » افغانستان » بلاول بوټو: د جېش محمد ډلې مشر مسعود اظهر په افغانستان کې پټ دی

بلاول بوټو: د جېش محمد ډلې مشر مسعود اظهر په افغانستان کې پټ دی

په داسې حال کې چې د افغانستان سرپرست حکومت په هېواد کې د جېش محمد ډلې مشر مسعود اظهر موجوديت رد کړی؛ خو د پاکستان بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري يو وار بيا ادعا کړې، چې نوموړی په افغانستان کې دی.

بلاول دا څرګندونې د ازبکستان په ثمرقند کې د شانګهای همکاريو سازمان له سرمشريزې وروسته هندي رسنيو ته کړي دي. نوموړي ويلي، د ملګرو ملتونو په تور لېسټ کې شامل د جېش محمد ډلې دا مشر په افغانستان کې دی.

بلاول بوټو په دې اړه ويلي:

«تر هغه ځایه چې ده ته معلومه ده، هغه کس «مسعود اظهر» چې له ۱۹۹۹ کال راهیسې په هند کې د یو شمېر ترهګریزو حملو کولو د هند تر څار لاندې دی او د ملګرو ملتونو په تور نوملړ کې شامل دی، په افغانستان کې دی.»

دوې ورځې وړاندې پاکستاني رسنيو راپور خپور کړ، چې د پاکستان بهرنيو چارو وزارت د افغانستان بهرنيو چارو وزارت ته ليک لېږلی او له افغانستان يې غوښتي، چې دغلته د جېش محمد ډلې مشر مسعود اظهر ونيسي.

خو د افغانستان حکومت بيا د رسنيو دا راپورونه رد کړي او ويلي يې دي، چې مسعود اظهر په افغانستان کې نشته او دا ډول بې اساسه تورونه د دواړونو هېوادونو ترمنځ اړيکې زيانمنولی شي.

د افغانستان سرپرست حکومت تر اوسه د پاکستان بهرنيو چارو وزير دې تازه څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پنجاب پاکستان

پنجاب ایالت کې د بارانونو او بادونو له امله ۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

د پاکستان د پنجاب ایالت ...